2050
2050
زمان:

20

دقیقه

داستان کوتاه

ما لا د ځوانۍ په ورځو کې حس کړې وه، چې یو رواني رنځور یم؛ ډېر داسې دلایل وو، چې زما روح یې رارنځور کړی و او هغه یې د یوې لمدې ټوټې په دود باندې نښتېځلی و او ما د دغو ټولو دلایلو په شتون سره هېڅ‌کله هم د رواني روغتیا تمه نه‌لرله.

د ځوانۍ له ورځو مې په روح کې یوې بې‌پایې رنځورۍ غځونې کولې او اوس مې چې عمر پوره ۵۰ کلونو ته رسېدلی دی، د وجود هره حجره مې د دغه رنځ کوربنه ده.

د روان ۲۰۵۰ز کال د جنورۍ په اتمه باندې، چې د حمام په لویه هینداره کې د مخ لیدلو له‌پاره ولاړم، حس مې کړه، چې ما په‌خپل تېر ژوند کې د خپل وجود داسې یوه برخه له لاسه ورکړې ده، چې بېرته لاس ته نه راوړل کېږي؛ ما خپله ځواني هم له لاسه ورکړې وه او په بشپړه توګه باندې یو ناتوانه سپین‌ږیری وم.

کله کله په قاچاقي خبرونو کې اورم، چې «غربستان» داسې درمل جوړ کړي دي، چې انسان بېرته ځوانوي؛ حیرانوونکې ده؛ خو زموږ له‌پاره، د غربستان او شرقستان د خلکو له‌پاره نه.

د حمام په هینداره کې(چې د اوبو څاڅکي ورباندې وچ شوي وو.) خپل مخ ته ځیر وم، فکر مې کاوه، چې د مخ ټوله ښکلا مې ږیرې راپټه کړې ده؛ ږیره، چې تقریباً ټوله سپینه ده. د تندي دواړو لغړو کونجونو خو له شل کلنۍ راهیسې ځورولم او په دې وېره کې وم، چې څو کاله وروسته به مې ټول وېښتان پرېوځي؛ خو داسې نه وه، ۵۰کلنۍ کې مې هم د تندي دواړه کونجونه په هماغه آندازه لغړ وو او نور مخ ته نه ولاړل.

څو شېبې مې په هینداره کې کتل، تر هغه وروسته مې لاسونه او مخ ومینځل او په خوله کې مې مسواک وواهه؛ تقریباً شل کاله کېږي، چې دلته د غاښونو د کریم کارول منعه دي. څوک اجازه نه‌لري، چې له مسواک پرته بل کوم شی د خولې د پاکولو له‌پاره وکاروي؛ د دنداسې کارول هم جواز لري؛ خو یواځې په کور کې د پاتې کېدونکو ښځو له‌پاره.

له هغې ورځې راهیسې، چې په نارینه‌وو د ژاولو ژوول بند شول؛ له خولې مې سوړ بوی احساسوم او ډېر داسې څوک مې ولیدل، چې له یوه بل سره د غږېدلو په وخت کې به یې په غلا باندې خولې ته موټی ونیو، هوا به یې وباسله او موټی به یې پوزې ته یووړ، چې معلومه کړي، دا حسېدونکی بوی د ده له خولې راوځي او که د دغه بل ملګري له خولې.

د خولې د بوی د ورکېدلو له‌پاره مې مسواک دومره تېز تېز وواهه، چې په لاړو کې مې وینه راغله. دا لومړنی ځل نه و، چې ورۍ مې وینې شوې وې. د حمام د دست‌شویۍ پايپ بند برېښېده، اوبه په‌کې ډب وې؛ خو له وسه مې نه‌کېده، چې خلاص یې کړم.

په حمام کې مې د کار تر تمامېدلو وروسته د آشپزخانې لاره ونیوله. له هغې ورځې وروسته، چې مېرمنه مې په لومړي اولاد باندې ناجوړه شوه او د ښځینه ډاکټرې د نه‌شتون له امله یې کامیاب زېږون تر سره نه‌شو او له ماشوم سره یو ځای مړه شوه؛ زه خپل خواړه ځان‌ته په‌خپله تیاروم.

مېرمنه مې یوه سنتي ښځه وه، هغې درس لوستی و او په پرمختګ یې باور لاره؛ خو د هغې له‌پاره دا ډېره سخته تمامېدله، چې یو نارینه ډاکټر دې د ښځې علاج وکړي، په تېره بیا د ښځينه ناجوړیو په برخه کې؛ همدغه ضد و، چې دا او نوی زېږېدلی ماشوم یې رانه واخیست؛ شل کاله کېږي، یواځې یم.

په آشپزخانه کې مې چای‌جوښ له اوبو راډک کړ او خپلې خونې ته راغلم، د لرګیو بخارۍ مې بله کړه، چای‌جوښ مې ورباندې کېښود. د شنه چای په خلته کې یواځې دومره چای پاتې و، چې اوس مې اوبو ته وراچولی وی.

یخ رېږدولم؛ هغه نم، چې په وورسۍ پروت و او کنګل شوی و، ورو ورو ویلې کېده او لکه زما د شړېدلي روح په څېر، پر ښیښه باندې څاڅکی څاڅکی راراوان و.

کوټه ورو ورو تودېدله او زما د وجود بندونه هم دغې تودوخې ته غوړېدل. بېګا په نیمايي کې پاتې شوی شعر مې راواخیست، چې د وچې ډوډۍ په یوه تکړه مې لیکلی و. دلته د لیکلو له‌پاره څه نه پیدا کېدل؛ ځکه چې شل کاله وړاندې ټولې کتاب‌خانې او قرطاسیې تړل شوې وې. په لیک او لوست باندې مطلق بندیز لګېدلی و. ما لس کاله دوه قلمونه وکارول؛ د ډوډۍ په تکړو، د زړو کالیو په ټوټو، په کارتن باندې او نورو کاغذونو باندې مې لیکل وکړل؛ حتیٰ کله کله به مې د خپل ملګري په نېکر باندې هم لیکل وکړل او څومره لیکل به مې چې وکړل، ټول به مې د همدغه ملګري په وسیله «غربستان» ته قاچاق کړل، چې «غربستان» ته د مخدره توکو قاچاقبر و؛ هلته به مې د خپلو شعرونو په وسیله د هغه ځای آزادو وګړو ته د خپل «منستان» حال ورکړ.

اوس‌مهال په نړۍ کې درې هېوادونه دي؛ شرقستان، غربستان او زموږ هېواد، چې منستان یې بولي. شرقستان او غربستان تل په‌خپلو منځونو کې په جګړو بوخت دي؛ هغوی یواځې په هغو ځایونو کې له یوه بل سره جګړه کوي، چې د یوه بل عامو وګړو ته په‌کې زیان نه رسېږي؛ دوی په جګړو کې ماشیني انسانان کاروي او د دوی ټولې جګړې یواځې د یوه یوه تن له لوري اداره کېږي؛ دا حیرانوونکې ده؛ خو ناشونې نه‌ده، داسې لکه په کمپیوټري ګېمونو کې چې یو تن ټوله جګړه اداره کوي.

زه لا هم د ډوډۍ پر یوه وړه ټوټه د شعر په کښلو بوخت وم، ما د لیکلو له‌پاره له یوه نري لرګي څخه ګټه اخیستله، د هغه سر مې د چاړه په وسیله تېره کړی و او د بخارۍ له تورکو به مې رنګ ورته جوړاوه.

د خپلو نورو ډېرو شعرونو په ډول مې دا شعر هم په‌خپل محرومیت باندې لیکلی و؛ د جګړې بندېدل، د بیان آزادي، د تعلیم آزادي، فردي آزادي، اقتصادي آزادي، د ترور او شکنجو کمېدل . . . ما د دغو شیونو په اړه لیکل کول، تر قاچاق وروسته به هغه شعرونه په غربستان کې خپرېدل؛ خو ما هېڅ‌کله د خپلو شعرونو په اړه د نورو وګړو نظرونه وانه ورېدل او نه هم په دې وپوهېدلم، چې زما شعرونه څه آغېز لري او که نه؟

زه د شعر په لیکلو بوخت وم، چې په اور ایښی چای‌جوښ وخوټېد، په خلته کې پاتې چای مې ټول ورواچاوه، لاسونه مې هم وروڅنډل، د یخنۍ له امله مې ونه‌شول کولی، چې د باندې ووځم او پیاله مې ومینځم، په بېګنۍ ککړه کاسه کې مې چای ورباندې تېر کړ او راته ډکه مې کړه؛ نن ورځ مې له چای سره خواږه نه‌لرل او نه هم کومه ټوټه ډوډۍ پاتې وه، چې خوړلې مې وی، مجبور وم همداسې تریخ چای وڅښم.

له پیالې تاو پورته کېده او زه د شعر په لیکلو بوخت وم.

له تېرو درېیو ورځو راهیسې مې هېڅ هم نه وو خوړلي، یواځې مې شین چای څښه، چې یو څه شیریني به وه ورسره او هغه هم بېګا راختمه شوه. په منستان کې وګړو د کار کولو حق نه‌لاره؛ له لوړپوړو چارواکو پرته نور ټول وګړي، هغه که دولتي کارمندان وو، که نظامیان وو او که بل هر څوک وو، له «ژوند وزارت» سره ثبت وو، «ژوند وزارت» د منستان ټولو اوسېدونکو ته د میاشتې لګښت ورکاوه، لګښت د پیسو په بڼه نه، بلکې په‌خپله جنس او توکي ورکول کېدل، د ساري په توګه، وچه ډوډۍ، د پخولو له‌پاره غلې‌دانې، یو څه آندازه سبزي او غوښه، خواړه، چای، د ځان مینځلو صابون، شامپو، مسواک؛ دا ټول شیان دوی ورکول او دا ټول شیان دومره وو، چې که وګړي به هر څومره هم لټان شول؛ خېټې یې وازده نه‌شوه نیولی.

زما د دغې میاشتې خواړه درې ورځې مخکې راخلاص شول؛ نن غرمه باید «ژوند وزارت» ته تللی وی او د راتلونکې میاشتې سهم مې اخیستی وی؛ خو خپل حالت ته په کتلو سره مې دا حسول، چې له کوره به هم ونه‌شم وتلی. یوه شېبه مې ذهن ته یوه فکر لاره وکړه، په لاس کې مې د ډوډۍ نیولې ټوټې ته وکتل، په خوله کې مې لاړې راغونډې شوې؛ ځینو فکرونو رالاندې کړم، چې حسول مې شیطاني بڼه لري؛ فکر مې کاوه، دوه کاله کېږي، چې زما قاچاقبر ملګری نه‌دی راغلی، نه ترې احوال لرم، د تېرو دوو کلو شعرونه مې همداسې پراته دي، د وچې ډوډۍ په تکړو، د کالیو په څیرو ټوټو، کارتنونو او نورو له استعماله لوېدلو شیانو.

که چېرته دا یوه ټوټه ډوډۍ وخورم، وزارت ته به د تللو انرژي واخلم؛ خو په عین حال کې به یو شعر هم له لاسه ورکړم، داسې شعر، چې زما د منستان بدبختي بیانوي.

له پیالې مې غوړپ وکړ، چای یو څه سوړ شوی و، پورته شوم، د خپلو شعرونو بوجۍ مې راپرانیسته، د وچې ډوډۍ څو ټوټې مې راواخیستلې؛ دا شعرونه راته څو میاشتې مخکېني ښکاره شول، که څه هم زړه مې نه و، چې له لاسه یې ورکړم؛ خو اړ وم، له مرګه د ځان ژغورلو له‌پاره دې ته اړ وم، چې څو شعرونه مې له لاسه ورکړم او د ډوډۍ وچې شوې ټوټې وخورم.

د چای پیاله مې تازه کړه، د څو شېبو له‌پاره مې د ډوډۍ تکړه په‌کې ډوبه کړه، د ډوډۍ پر تکړه لیکل شوي وو: «هر کله چې دلته زېږې، باید ټولې هیلې له لاسه ورکړې!» او کله چې ډوډۍ نرمه شوه، ترې راومې باسله، سترګو ته مې ونیوله، ورباندې لیکل شوي شعرونه ګډوډ شوي وو او د بخارۍ د تورکو رنګ په پیاله کې پاتې شوی و، ډوډۍ مې خولې ته یووړه، په شوق سره مې ژووله او داسې مې احساسوله، چې په‌خپلو احساساتو باندې شخوند وهم.

ډوډۍ مې په بیړه بیړه وخوړه، مړښت مې نه احساساوه؛ خو نن ورځ د نورو او نویو خوړو په تمه وم؛ غوښتل مې یواځې دومره څه وخورم، چې وزارت ته پرې ورسېدلی شم.

د ډوډۍ له خوړولو وروسته مې د شعر وروستی بند هم تمام کړ او د ډوډۍ دا ټوټه، چې نوی شعر مې پرې لیکلی و، په بوجۍ کې کېښودله.

دېرش کاله پخوانۍ کورتۍ مې واغوستله، د بخارۍ اور مې مړ کړ او د باندې راووتلم؛ غوښتل مې له کوره شاوخوا راوګرځم، هغه کار، چې ما به تقریباً هره ورځ کاوه او هغه د دې له‌پاره، چې وګورم، دولت خو به زما د کور په کوم کونج کې د غږ نصبولو دستګاه نه وي ایښې؛ که څه هم شل کاله وړاندې د موبایل ټیلیفون کارول ممنوع شوي وو؛ خو ځینو وګړو پخوانۍ راډیوګانې بېرته برابرې کړې وې او د دې له‌پاره به یې اورېدلې، چې د غربستان او شرقستان له حاله ځانونه خبر کړي. د راډیو اورېدل هم په مطلق ډول بند شوي وو، چا حق نه‌لاره، چې راډیو واوري؛ ټلوېزیون له راډیو ډېر پخوا ممنوع اعلان شوی و، حتیٰ له موبایله هم پخوا.

له کوره شاوخوا مو د ناجو له ګردو ډکې ونې ولاړې وې، د هغوی په څنګ کې راوګرځېدلم، کله چې ښه ډاډه شوم، بېرته ننوتلم، د آشپزخانې له المارۍ مې راډیو راوباسله، په بخارۍ کې مې اور تازه کړ، دراوزه مې کلکه بنده کړه او په ټیټ غږ مې راډیو چالانه کړه. یواځې یو خبر مې اورېد، د شرقستان او غربستان تر منځ ماشیني جګړه لا هم دوام لري؛ خو دواړو هېوادونو توافق کړی دی، چې پرې‌به‌نه‌ږدي، دا جګړه د هېوادونو پر اقلیم او اقتصاد باندې ژور آغېز وکړي؛ جګړه یواځې د اراضۍ د نیولو له‌پاره ده.

پوره شل دقیقې مې خبرونه واورېدل؛ لکه د تېر په څېر د منستان په اړه مې کومه کلمه هم وانه ورېده، په داسې حال کې چې منستان یو ځانګړی او بېل هېواد و؛ خو رسنیو نور له هغه څخه مخ اړولی و؛ ځکه چې دلته د اطلاعاتو په راټولولو دومره بندیز و، چې یوه واړه خبر هم لاره نه‌شوه کولی او یا هم شرقستان او غربستان په لوی لاس دا نه غوښتل، چې نور نو د منستان په اړه وغږېږي.

راډیو مې بنده کړه او بېرته مې د آشپزخانې په المارۍ کې کېښودله. زه نه یم خبر؛ خو کېدی شي، ډېرو خلکو به په‌خپلو کورونو کې دا ډول راډیوګانې لرلې، موږ به یواځې هغه وخت خبرېدلو، چې یو څوک به اعدام شول، موږ به یې علت وپوښت، راته وبه ویل شول، هغوی د دولت له قانونه سرغړونه کړې ده، هغه په‌خپل کور کې راډیو اورېدله. ډېر داسې وګړي اعدام شول.

د راډیو تر بندولو وروسته له کوره راووتلم؛ که څه هم «ژوند وزارت» زموږ له کوره دومره لرې نه و؛ خو په وږي نس باندې هلته تلل راته ډېر ستونزمن برېښېدل.

باندې کوڅه کې څو سپي تاوېدل، د هغوی په وجود کې یواځې هډوکي برېښېدل؛ لمر ته یې خپل ځانونه اچولي وو او شاید مرګ ته به منتظر وو. څومره چې تېز تللی شوم، روان وم.

څو شېبې وروسته له کوڅې وتلی وم او پر عمومي سرک روان وم. له نظامي موټرونو پرته بل هېڅ کوم موټر نه برېښېده؛ خال خال به چېرته یو نیم بایسیکل وبرېښېده، چې کوم دولتي کارمند به پرې دندې ته روان و.

د کورونو له دودکشونو څخه لوګي پورته کېدل او په هوا کې به سره یو ځای کېدل، فکر مې کاوه، چې د هر کور د زړه له اوره راپیدا شوي لوګي دي، چې د ښار له استبداده ډېر پورته یوه بل ته غاړه ورکوي او پټې کیسې سره وايي.

د ښار دوکانونه خو لا ډېر پخوا تړل شوي دي او شل کال پخوا زېږېدلي ماشومان نه پوهېږي، چې دوکان څه ته وايي؟

پر لاره همداسې روان وم، لېنګیو مې یخ احساساوه؛ فکر مې کاوه، چې په دغه خلاص سرک کې به مې(چې یو وخت به د موټرو د ګڼې ګوڼې له امله خلک نه‌شول تېرېدلی.) د بوټونو ټکا تر ډېره لرې خپرېږي.

د سرک پر سر باندې له شاړ پراته پارکه ورتېر شوم؛ کله چې له دغه ځایه لږ نور وړاندې ولاړ شې، د شکنجې وزارت رارسېږي؛ د شکنجې وزارت ودانۍ د ټولو وزارتونو له ودانیو لویه ده، حتیٰ د ژوند وزارت له ودانۍ. دا وزارت د پوهنتون په یوه زړه ودانۍ کې جوړ شوی دی؛ ټول اعدامونه دلته ترسره کېږي؛ د مړو جسدونه بیا په زړو ودانیو کې ښخېږي، چې یو وخت ښوونځي وو او ماشومانو او ځوانانو به زده‌کړې په‌کې کولې. پلار او دوه وروڼه مې په همدغه وزارت کې اعدام شول، یواځې له دې امله، چې غوښتل یې پوه شي، دولت دا هر څه ولې ترسره کوي؟ ولې دولت ولس ته اقتصادي خپلواکي نه ورکوي؟ د میاشتني راشن هدف څه دی؟

نورو دوو وروڼو مې د هغوی پر مړینه ژړلي وو؛ هغوی لا تر اوسه ورک دي؛ نه پوهېږم، چې چېرته به وي؛ خو هره میاشت چې د دغه وزارت له څنګه تېرېږم، د ورورګلوۍ حس مې پیاوړی کېږي او د زړه ټکان مې ډېرېږي.

د شکنجې له وزارته د شلو دقیقو مزل دی، چې د ژوند وزارت ته ورسېږې. نه پوهېدم، د څه شي په اړه فکر کووم، له شا یو غږ راپسې وشو: هلکه!

ګاونډی مې و. ورته ودرېدلم. بوټونه یې واړه وو او پښې یې وروهلې؛ دوولس کاله کېږي، چې زه هغه له دغو بوټونو سره وینم. هغه له کوره ډېر نه وځي او کله چې د میاشتني راشن له‌پاره وزارت ته ځي، بیا همدغه بوټونه په پښو کوي. دی پخوا په پوهنتون کې معلم و. له رارسېدلو سره سم یې وویل: صبر، یو ځای به لاړ شو.

په داسې حال کې، چې یو ځای مو تګ سره پیلاوه، ومې ویل: څومره وخت دې وشول؟ میاشت ته یې ورسولې؟

سر یې ټیټ نیولی و، پوهېدم، غوښتل یې وژاړي؛ خو باید نه یې وی ژړلي؛ ځکه چې که چېرته د تحقیق وزارت کوم غړي هغه په ژړا لیدلی وی، د تحقیق وزارت ته یې بېوه، د ژړا علت یې ترې پوښته او کله چې هغوی ته ورمعلومېده، چې د دولت د استبداد له امله یې ژړلي دي، اعداماوه یې.

ملګري وویل: نه، پینځه ورځې وړاندې مو خواړه ختم شوي وو؛ لور مې ناجوړه وه، پرون مړه شوه. هغه ډېره وږې وه.

هغه سترګې یوه بل لوري ته واړولې، وټوخېد او له ما یې د خپل حالت د پټولو هڅه وکړه؛ موږ حتیٰ نه‌شول کولی په‌خپلو منځونو کې له دولت څخه شکایت وکړو، یواځې به مو خپل حال سره بیاناوه؛ نور موږ څه نه‌شول کولی. موږ خپل خواړه هم له نورو سره نه‌شول شریکولی، که مو داسې کولی شوی، د ملګري لور له مرګه ژغورل کېده. دلته له یوه بل سره د خوړو شریکول هم ستر جرم و.

موږ تر وزارته نور څه ونه ویل، یا له وېرې او یا هم د خبرو له‌پاره د انرژۍ د نه‌شتون له امله. موږ یواځې دومره انرژي لرله، چې ځانونه مو دلته ورباندې راورسول.

د وزارت دننه د راشن له‌پاره یو لوی کتار ولاړ و؛ یوه وسله‌واله هغوی پورې وهل او ترې غوښتل یې چې په ساړه دېوال پورې ځانونه کلک کړي؛ هغه په ټوپک باندې ټول پورې وهل. وسله‌وال له وجوده ډنګر و، له سترګو یې تورې حلقې تاوې وې او د پښو سستي یې له لرې حسېدلی شوه.

څو تنه ماموران تاوده لمر ته پر څوکیو باندې له غټو لرګینو مېزونو شا ته ناست وو. هغوی په لېستونو کې نومونه رسول، د هر تن د نوم تر رسولو وروسته یې هغه ته یوه پارچه ورکوله، چې په ګودام کې شته کارګرانو به د هغه په اساس راشن ورکاوه.

ما ته په ساړه دېوال پورې سرېښېدل ډېر سخت وو، په داسې حال کې چې پښې مې سستې سستې کېدلې او زړه مې ستړی کېده، یعنې په بشپړه توګه مې حسوله، چې سپین‌ږیری شوی یم. ما به په هره میاشت کې په دغه کتار کې د انتظار پر مهال په‌خپل ځان کې یوه نوې کمزوري حسوله.

په کتار کې د ولاړو خلکو زګېروي ختل، یا د یخنۍ له امله او یا هم د کمزورۍ له امله.

وسله‌وال نظامي موږ په لوی لاس باندې سیوري ته درولي وو او په‌خپله سره لمر ته ولاړ و، داسې برېښېده، چې هغه کله کله د لمر له تودوخې په عذاب شي، هغه څه، چې موږ یې هیله لرله.

ډېر وخت وروسته موږ ته وار راورسېد. د خانو تر ډکولو او پوښتنو وروسته یې یوه وړه پارچه راکړه، هغه چې تل به یې راکوله. ما د مامور ننوتو سترګو ته وکتل؛ دا مامور زه له ډېره وخته راهیسې پېژنم، دی زما د شعرونو لېوال و؛ خو اوس هڅه کوي، خپله لېوالتیا د زړه دننه وساتي. هغه له ما ډارېږي، هغه ما ته نه‌شي ویلی، چې نوی شعر دې لیکلی دی؟ ځکه چې هغه وېرېږي، چې زه به د تحقیق وزارت غړی نه یم، هغه زما په هډوکین وجود هم باور نه‌کوي. زه له هغه څخه ډارېږم، یواځې یې سترګو ته ګورم او دومره نه‌شم ورته ویلی، چې یو قلم زما له‌پاره غلا کړه.

د پارچې تر اخیستلو وروسته له خپل ملګري سره یو ځای ګودام ته ولاړم؛ موږ ته یې میاشتنی راشن راکړ، غوړي، خواږه، کچالو، شین چای، شامپو، صابون او لرګي.

د وزارت مخې ته اوږده اوږده بسونه ولاړ وو، هغوی له موږ سره توکي زموږ تر کورونو وړل او په بدل کې یې زموږ د راشن یوه برخه اخیستله. چا اجازه نه‌لرله، چې په‌خپله خپل توکي انتقال کړي.

موږ ټولو له یوه بل سره کومک وکړ او توکي مو بسونو ته ورپورته کړل. غرمه ناوخته له ژوند وزارت څخه راووتلو او د کور پر لور مو حرکت وکړ. ښار په نیمايي ورځ کې هم داسې برېښېده، لکه آټوم بم چې ځپلی وي؛ هوار، پراخ، آزاد سړکونه، چې موټر نه په‌کې تر سترګو کېږي. بې‌پاڼو ونې، چې ځای ځای ترې نظامیانو د ځان ګرمولو په خاطر سوځېدلو ته ښاخونه پرې کړي دي. په ودانیو باندې ګرځېدونکي وحشـي مرغان. د یوه نیم کور له بامه راوتونکي لوګي. تر هغو پورته په آسمان کې ورو ورو راټولېدونکې ورېځه، چې سبا ته به واوره ووروي. دا ټول شیان ځوروونکي وو؛ خو اوس نه؛ ځکه چې موږ د ځور پر وړاندې بې‌حسه شوي وو او زموږ ټول ژوند او مرګ په ژوند وزارت پورې تړلی و؛ موږ او ژوند وزارت.

زموږ بس ځای ځای درېده، خلک به له خپل میاشتني راشن سره یو ځای ترې کوزېدل، چې له وړاندې به ترې دولت خپله برخه بېله کړې وه.

دومره ډېر وخت تېر نه‌شو، چې زه هم خپلې کوڅې ته ورسېدلم؛ موټر ودرېد، زه او ګاونډی مې له خپلو توکو سره ترې راکوز شوو، د کوڅې په سر کې مو ټول توکي واچول؛ له دې څخه نه وېرېدلو، چې دا توکي به څوک پټ کړي؛ ځکه چې د دولت له وېرې چا یوه ستن هم نه‌شوه غلا کولی او دا یواځیني څه وو، چې دولت له زړه څخه پرې ویاړېدلی شو.

زه د کچالانو له بوجۍ سره کور ته روان شوم، ګاونډي ته مې په تنګو بوټونو کې تګ ګران و، په داسې حال کې، چې غوړي او خواږه یې له ځانه سره وړل.

د کوڅې په منځ کې ولاړو نظامي موټرونو ولړزولم، که څه هم پوهېدلم، چې بیا د یو چا پر سر ټکه رالوېدونکې ده؛ خو په مشخصه توګه ونه پوهېدلم، چې دا بدمرغه به څوک وي؟

زنګنونه مې لړزېدل او پوهېدلم، چې دا لړزه د یخنۍ له امله نه‌ده.

ګاونډی مې رانه بېل شو، هغه شاید په دې پوهېده، چې زما پر سر کومه الهي ټکه راغورځېدونکې ده، له دې امله یې وغوښتل، چې دا ټکه ده ته سرایت ونه‌کړي. هغه په بشپړه توګه نور له ما څخه بېل شوی و.

ځان مې د کور دروازې ته ورساوه او پر اوږه مې د کچالو د بوجۍ درندوالی هم نه حساوه. د کور د دروازې کولپ مات شوی و؛ که څه هم دروازه خلاصه نه وه؛ خو لږ لږ پوهېدلم، چې کیسه څه ده؟

فکر مې کاوه، چې وتښتم؛ خو چېرته؟ له چا څخه به چا ته وتښتم؟ زه هېڅ هم نه‌شم کولی. د خپل زړه له دربا سره یو ځای کور ته ننوتلم؛ د کور په څو متري انګړه کې مې غوږ ونیو، د څه شي د خوځښت غږ مې احساساوه، هڅه مې کوله، پوه شم؛ خو حسول مې، چې د غوږونو او مغز تر منځ مې هم‌غږي په بشپړ ډول سره پای ته رسېدلې ده.

ګامونه مې اخیستل او وړاندې ورروان وم؛ دهلېز ته ورننوتلم، د وسله‌والو په لیدلو پوه شوم، چې څه کیسه ده، هڅه مې کوله هغوی وشمېرم؛ خو نه توانېدلم، یواځیني څه چې ما لیدل او په بشپړه توګه ورباندې پوهېدلم، هغه د وسله‌والو نظامیانو څېرې وې، په مخونو کې یې هډوکي راوتلي وو، له سترګو یې حلقې تاوې وې او له ډېرې کمزورۍ یې پښې رېږدېدې، شاید هغوی هم له خپل وخت وړاندې میاشتنی راشن ختم کړی و.

د آشپزخانې په وره کې مې د راډیو ماتې ټوټې ولیدې، لکه یو چا چې پر ځمکه ویشتې وي او بیا ورباندې ختلی وي؛ د کوټې ور هم خلاص و، د یوه وسله‌واله د ټوپک په اشاره مې د کچالانو بوجۍ وغورځوله او کوټې ته دننه شوم؛ د ډوډۍ تکړې، د رخټونو ټوټې او د کارتنونو کاغذونه یې له بوجۍ څخه راایستلي وو؛ په کوټه کې خواره واره پراته وو؛ حسول مې، لکه روح مې چې په یوه ژور سیند کې ډوبېږي او همالته خفه کېږي. یو وسله‌وال د پلټنې په بهانه په خورو ورو ټوټو کې لګیا و او شعرونه یې لوستل او ما لیدل، چې هغه پوزه کشوي او د اوښکو د پټولو هڅه کوي.

دوه کاله وړاندې زما ورک شوی قاچاقبر ملګری ورسره ولاړ و، کله چې زموږ سترګې له یوه بل سره ولګېدلې، زنه یې ورېږدېده او ویې ویل: ما وبښه!

پلټونکی وسله‌وال د ډوډۍ له تکړو، د رخت له ټوټو او د کارتنونو له ټوټه شویو کاغذونو پورته شو، د وورسۍ لوري ته لاړ، ګواکې نه یې غوښتل څوک یې مخ وویني.

بل وسله‌وال ته مې فکر شو، ټوپک یې ما ته مخامخ نیولی و، دی له نورو مشر او کمزوری ښکارېده، لاسونه یې د کمزورۍ له امله رېږدېدل، هغه په ډېر ټیټ غږ، چې دا به یې هم د تشې معدې له امله وو، ما ته په آمرانه ډول وویل: درځه، چې پلار او وروڼو ته دې ورولو!

فکر مې کاوه، چې شاید د وسله‌وال ماشه زما د سترګو له حرکت سره تړلې وي، که زه سترګې واړوم، یو ناڅاپي به پر ما په اتومات ډول ډز وشي او وبه وژل شم؛ خو داسې نه وه؛ ما سترګې واړولې او نظر مې وورسۍ ته د ولاړ وسله‌وال له سترګو سره ولګېد، هغه په چپ لاس خپلې اوښکې پاکې کړې او د ډوډۍ ټوټه یې د یوه بې‌ارزښته شي په ډول باندې یوه لوري ته وغورځوله.

محمد احسان علی
موقعیت: ننگرهار، افغانستان
وظیفه: دانشجو، نویسنده، مترجم
تعداد آثار در آوای زریاب: 3

داستان های مشابه