5
دقیقه
تورې غټې سترګې یې ورو پورته کړې، د سړي په غوسه ناکو سترګو کې یې خښې کړې، په تنده لهجه یې ورته وويل: اوس خو تهنا ته وايې چې پلار دې هم راشي ولا که یې راباندې ومنې. سړی دوه قدمه د ښځې په لوري را مخته شو، ښی وچ او تور خیرن لاس یې تر اوږې پورته کړ او د ښځې په سپين غوښن مخ یې کلک ګوذار وکړ. سړی زر له کوټې څخه وواته، د ښځې د سترګو له لویو حوضونو څخه دوه د سپينو اوښکو ويالې چې د غم نښې ورسره ګډې وې په سرو اننګو باندې را ماتې شوې او د غاړې لویې کندې ته یې ځان په چټکی سره ورسولو، خو د لور په ليدو سره یې ډېر زر ددې ويالو مخه ونيوه او بندې یې کړې، نجلی یې په خپل ټټر پورې ونيوه.
نجلی په سوي انداز سره وويل: مورې تا بیا د کاکا خبره ونه منله او هغه ووهلې؟
ښځې خبره بدله کړه او ويې ويل: نه ګرانې په سترګه کې مې څه ولګېدل ځکه اوښکې ترې راغلې. نجلی یې مورته وړې او غمجنې سترګې وغړولې او ورته ويې ويل: مورې که ته د کاکا خبره ومنې او واده ورسره وکړې بیا خو دې نه وهي؟
د ښځې په سترګو کې اوښکې راډنډ شوې په ژړغوني غږ یې ورته وويل: لورې که مې مړه هم کړي زه د هغه چرسي، لېوني او خونړي سره واده نه کوم، د پلار د مرګ دې تر اوسه لا مياشت نه ده پوره او دوی بیا راته د وږو لېوانو په څېر ناست دي.
سهار ښځې چای تيار کړ خواښې یې هم نن کاږه کاږه ورته کتل، وروسته چای ته کېناستل، خواښې یې په خوږه خو چلبازه ژبه ښځې ته وويل: ګوره فاطمې وخت خراب دی ته هم ځوانه یې لور دې هم وړه ده، د ګل مير سره واده وکړه هم به ستا ابرو خوندي وي، هم د د لور او هم زموږ د کورنۍ.
ښځې مخ ور واړولو له کرکې څخه ډکه لهجه یې ورته وويل: زه ددې چرسي ليوني سره واده نه کوم چې مړه مې هم کړی دا ارمان به مو پوره نه شي او نه زه دې ته روا يم. ګل مير ډېر غوسه شو او ويې ويل: زموږ خبره خو نه منې ځم له ملا صیب نه پوښتنه کوم چې ته راته روا یې او که نه؟
ګل مير جګ شو په پلاستيکي څپلکو پسې یې په سرای کې مړه دوړه پرته وه، پاو وروسته د کلا په لرګينه دروازه ډېر خوښ راغی مور ته یې له سرای څخه نارې کړې: مورې کار وشو ملا صیب هم ويل چې ته کولی شې نکاح ورسره وکړې ځکه ستا ورور خو اوس مړ دی نو اول حق ستا دی. ښځه زر برنډې ته راووته مخ یې ګل مير ته کړ ویې ویل: ملا صیب ته به دې هم څه ګواښ کړی وي يا به دې څو پيسې ورکړې وي ځکه یې ته داسې خوشحاله کړی یې. ددې خبرې سره ګل میر غوسه شو راسنا کوټې ته ننوت، بېرته ژر له کوټې څخه د خپل ورور له روسي ټوپک سره رابهر شو. ښځه خپلې کوټې ته تللې وه، ګل میر لږ ورسته له سرای څخه په ښځه غوسه ناک غږ وکړ: را ووزه د خلقي لورې! ته اوس په ملا پسې هم خبرې کوې. ښځه جګه شوه د دهليز په وره کې چې ور ښکاره شوه مخامخ یې د ګل مير په لاس کې نيولي ټوپک ته پام شو. ګل میر په لاس کې ټوپک د ښځې خواته نيولی و، ډز شو په ونو کې ناستو مرغيو يو په بل پسې له دې خونړي کور څخه پناه يوړه، د ټوپک د ميل له خولې څخه مړ د باروتو شين دود راووتو، د ښځې له ټټر څخه نرۍ سرې وينو حرکت وکړ، خپل لاس یې ورته ونيو او په ښي اړخ باندې را ولوېده، د کلمې له ويلو وروسته یې خپل روح د دواړو جهانونو د پاچا په امر سره ملک الموت ته تسليم کړ. له سترګې څخه یې يوه غټه اوښکه چې درد، غم، خپګان او ناهيلي پکې له ورايه ښکارېده په ډېر زحمت سره راوغړېده او د غوږ سره په تيت پرک ويښتو کې ورکه شوه. لور یې د ډز په اوریدلو سره له ځايه چټکه را جګه شوه او را ووته، کله یې چې مور په وينو سره ولیده نو ځان یې پرې ورخطا او له خولې یې بې اختیاره چيغه وخته: مورې ته خو لاړې زه دې چاته پرېښودمه، اوس خو ته نشته یې کاکا به اوس ما داسې وهي لکه ته یې چې وهلې.