10
دقیقه
د خاطرو روایت: علامه استاد عبدالحی حبیبي
لیکنه: رهنورد زریاب
ژباړه: محمد احسان علي
د آرواښاد استاد عبدالحي حبیبي حضور به زما لپاره تل له فیضه ډک او گټور و. د عالم استاد په خبرو کې مې تل نوي او زړهراښکونکي ټکي لیدل او گټور او روښانوونکي مطالب مې پهکې موندل.
یوه ورځ یې د نورو خبرو په منځ کې وویل، چې د دوهیمې نړۍوالې جگړې پر مهال یې په تاشکند کې یوه پوره میاشت له صادق هدایت سره تېره کړې ده. ما په ډېر ټینگار له استاد څخه وغوښتل، چې ټول هغه څه ولیکي، چې له دغه سفر او له صادق هدایت څخه یې په ذهن کې پاتې دي؛ ځکه چې هغه لومړنی افغان دی، چې له هدایت سره یې دومره له نږدې لیدلي او پېژندلي دي. په ډېر درنښت یې زما غوښتنه ومنله؛ یوه ورځ یې ټیلیفون راوکړ او ویې ویل: هغه لیکگوټی تیار دی!
په دغه ډول نو د استاد حبیبي د هغه سفر او له صادق هدایت سره د هغه د لیدنې لنډې خاطرې تر ما راورسېدلې. اوس نو چې استاد له موږ سره نهشته دی، ومې غوښتل، چې دا خاطرې د استاد د لېوالو او د مشهور لیکوال، صادق هدایت د مینهوالو لپاره عامې او چاپ شي.
دا لیکنه زما ده، خو د استاد مطالب په صادقانه ډول سره ساتل شوي دي. یواځې دوې - درې جملې مې ترې لرې کړې دي، (همداسې راته غوره برېښېده)؛ البته د دغه کار د ترسراوي اجازه مې له استاده رااخیستې ده.
د لیکنې په پای کې مې هم د متن د روښانولو لپاره ځینې ټکي زیات کړي دي. لومړی ځل چې په کابل کې دغه متن چاپ شو، دغه شی پهکې نهشته.
رهنورد زریاب
په ۱۳۲۵ لمریز لېږدیز کال کې مې په کابل پوهنتون کې د ادبیاتو د تازه جوړ شوي پوهنځي د لومړي رییس په توگه دنده کوله. یوه ورځ د هغه وخت د پوهنې وزیر د کابل د سرای په بڼ کې، چې امیرعبدالرحمن خان پهکې ښخ دی، امر وکړ، چې درې تنه باید په تاشکند کې په هغو مراسمو کې د گډون لپاره ولاړ شي، چې همغلته د تاشکند پوهنتون د ۲۵مې کلیزې په مناسبت جوړ شوي دي. دغه درې تنه، زه، ډاکټر محمد انس او سرور گویا وو.
سمدستي مو سفر پیل شو؛ ځکه چې د مراسمو پیلېدو ته یواځې دوې ورځې پاتې وې او موږ اړ وو، چې په هغو ژمنیو ورځو کې د هندوکش د واورو او د امو له سینده واوړو او بیا د «ترمذ» له تاریخي ښاره د «چاچ» خاورې ته پرواز وکړو.
په هغو وختونو کې زموږ هېواد پاخه سرکونه نهلرل. موږ له واورو او خټو نه په ډکو کږو وږو لارو باندې مزلونه کول او موټر مو په ځلونو ځلونو په خټو او چکړو کې بند رابند شو.
پای کې شپه وه، چې مزار شریف ښار ته ورسېدو. شپه مو همغلته تېره کړه او گهیځ مو بیا مزل پیل کړ؛ خو لا مو لږ مزل نه و کړی، چې وړوکی موټر مو نور په خټو کې له تگه ولوېد. له ناچاریه یې په درېیو غوښینو اسونو پسې درې گاډۍ وتړلې او موږ هر یو له خپل سامان سره یوې یوې گاډۍ ته وروختلو.
گاډیو خوځښت وکړ او ځواکمن اسونه په چټکۍ او بیړه په منډه شول. ورځ نیمايي ته رسېدلې وه، چې د افغاني پولهساتو ځواکونو پوستې ته ورسېدو، چې په «سیاهگرد» سیمه کې وه. له خټو او چکړو راووتو او شگو ته ورننوتو. لږ وروسته زموږ د گاډیو ټېرونه په شگو کې ننوتل او ځواکمن اسونه د هغوی په راویستلو کې کامیاب نهشول.
له ناچاریه له گاډیو راکښته شول او پر تازهدمو اسونو سپاره شوو. ځوان او مټور اسځغلوونکي زموږ مخې ته پر ښکلیو اسونو کېناستل او موږ چې د هغې خاورې پر چټکو او ښهنسلو اسونو د سپرېدو عادت نهلاره، اړ شوو چې خپل ځانونه په پگړیو باندې له هغو ځوانانو سره وتړو. بیا یې نو موږ د مرمۍ په څېر د «تاشگذر» پر لوري بوتلو، چې هغه وخت له امو سینده د تېرېدو لاره وه.
څوک چې پر اس باندې له سپرلۍ سره روږدی نه وي، په تېره بیا هغه څوک چې تل یې د مېز تر شا له قلم او لیکلو سره سروکار وي، که له دغه ډول ازموینې سره مخ شي او اړ هم وي، چې باید له غرمې تر ماخوستنه خپل ځان ټاکلي ځای ته ورسوي، خامخا یې حوصله ختمېږي او له مبارزې لاس پر سر کېږي.
هر څنگه چې وو، ښه ټک ټوک او په سختو سړو کې «تاشگذر» ته ورسېدو. له نېکه مرغه د آمو تر څنگ یوې تودې کوټې هرکلی راته وکړ. له ډېرې ستړیا په درانه خوب ویده شوو. گهیځ وختي په یوې بخاري کښتۍ کې وړاندې ولاړو، چې د شوروي مېلمهپالو د آمو گڅې غاړې ته رالېږلې وه.
آمو زموږ د هېواد او د شوروي اتحاد د پراخې خاورې تر منځ گډه پوله ده. زموږ په ډله کې د آرواښاد گویا اعتمادي په څېر شاعرپوهـ هم و. کله چې له آمو سینده تېرېدو، هغه پر آمو باندې د سلطان محمود له لوري د پله تړلو او له دغو اوبو څخه د نورو جهانگیرانو د تېرېدو کیسه په قصیده کې وویله، چې فرخي سیستاني بللې ده. موږ ته یې بیا ویل:
« . . . بر آب جیحون پل بستن و گذاره شدن
بزرگ معجزهیی باشد و قوی برهان
سکندر آنگه کز چین همی فرود آمد
بماند بر لب جیحون سه ماه تابستان
ملک به وقتی کز آب رود جیحون بود
چو آسمان که مراو را پدید نیست کران
در آب جیحون به هفتهیی یکی پل بست
چنان که گفتی کز دیر باز بود چنان . . . »
بیا مو په دغو اوبو کې، چې زموږ بخاري کښتۍ پرې په ناز ناز روانه وه، د ادیب صابر ترمذي د ډوبېدو کیسه سره وکړه. له سینده واوښتو او شکر مو وکیښ، چې د ادیب صابر پر برخلیک اخته نهشوو.
له کښتۍ راکوز شوو او د سیند ښۍ خوا ته مو پل کېښود. دا د «ترمذ» خاوره وه. هغه خاوره، چې د منځنۍ آسیا د فرهنگ، تمدن او د پوهې او ادب د نوموتو له کیسې سره نېغ په نېغه تړاو لري او د حکیم ترمذي، ابوبکر وراق ترمذي، محدث ترمذي او دغه ډول نور نومونه یې پر افق باندې ځلېږي.
مېلمهپالو موږ په بیړه هوايي ډگر ته بوتلو او له هغه ځایه مو تاشکند ته پرواز وکړ. په تاشکند کې هم هوا سړه وه او لږه لږه واوره ورېدله. د تاشکند پوهنتون مېلمهپال موږ د ښار په شاوخوا کې یوه مېلمستون ته بوتلو، چې لاره یې د مزار شریف د لارې په څېر باندې له خټو ډکه وه.
په هغه وخت کې نړۍواله جگړه ښه په زور کې روانه وه او د شوروي وگړو خپل ټول ځواک د جگړې گټلو ته وقف کړی و. سړیو او ښځو ساده تور کالي اغوستي وو، لاس په کار شوي وو، چې له خپلې خاورې څخه یرغلگر وشړي.
***
پر همدغه ورځ درې تنه ایراني مېلمانه هم مېلمستون ته راورسېدل. د دغو مېلمنو له ډلې یې یو هغه د ایران مشهور لیکوال صادق هدایت و. بل ایرانی مېلمه ډاکټر کشاورز نومېده، چې د ایران د «حزب توده» یو نوموتی غړی گڼل کېده. هغه که څه هم په فرانسه کې د ماشومانو د روغتیا په اړه زدهکړې کړې وې، خو په سیاست کې یې هم گوتې وهلې؛ نقاد سړی و، له غوسې ډک و او سیده او نیغې خبرې به یې کولې. هغه په روسي ژبه باندې ښه روان غږېده او د ایران پر شاهي نظام یې ټکونه کول. د شاه په غندنه کې به یې هم تل د شاهنامې په وزن بیتونه په ژبه روان وو. درېیم ایرانی مېلمه، چې درباري سیاستوال و، خو ډېر پوهېده، ډاکټر علي اکبر سیاسي نومېده. هغه هم په فرانسه کې د ارواپوهنې او ښوونې او روزنې په برخه کې زدهکړې کړې وې او په هغه وخت کې یې د ښوونې او روزنې د وزارت او د تهران پوهنتون د ریاست دندې تر سره کولې. ډاکټر سیاسي یو مفکر، غلی او هوښیار سړی و. هغه د ایران د دولت ملاتړ کاوه او تل به یې له خپلو دوو ایراني ملگرو سره په دې اړه خوله وهله.
صادق هدایت(چې په دغه مېلمستون کې مې یوه میاشت ورسره تېره کړه.) ډنگر او د منځنۍ ونې څښتن و. برابر غړي، نېکه، معصومه او خوشحاله څېره یې لرله. ډېر کله به یې تورچکي کالي اغوستل. د سر وېښتان یې ډېر زیات تور وو او لنډکي برېتونه یې هم لرل.
داسې برېښېده، چې هدایت له ډاکټر کشاورز سره دوستانه چلند کوي او فکري نږدېوالی ورسره لري. کشاورز یو فعال، چټک او پلټونکی سړی و، خو هدایت بیا د هغه برعکس و. تیوري پنځوونکی او درونگرا و. داسې ویلی شو، چې یو عملي و، بل نظري.
په مېلمستون کې مو د هر یوه د خوب خونه بېله وه؛ خو دهلېز او د ډوډۍ خوړلو مېز مو سره گډ و. یوې پخې مېرمنې(چې موږ به [امالکواعب[1]] بلله) له دوو ښکلیو او ښایسته پېغلو سره زموږ خدمت کاوه. ډاکټر کشاورز، چې په روسي ژبه باندې ښه پوهېده، تر ډېره یې زموږ د ژباړن دنده تر سره کوله او کله کله به یې له هغو ښکلیو سره ټوکې ټکالې هم کولې.
گویا اعتمادي له هماغې لومړۍ ورځې پوهـ شو، چې یوه لوري ته هدایت او ډاکټر کشاورز دي او بل لوري ته ډاکټر سیاسي دی، چې دولت ټاکلی دی او د دغو دوو لوریو تر منځ سخت اختلاف شته و. له همدې امله، ډېر کله به چې په دهلېز کې سره راغونډېدو، یا به د ډوډۍ مېز ته کېناستلو، گویا اعتمادي به له ډاکټر سیاسي څخه د ایران د حالاتو په اړه پوښتل. هغه به هم خوله خلاصوله او د ایران د پرمختگونو په اړه به یې خبرې کولې. هغه وخت به هغو نورو دوو تنو د ډاکټر سیاسي دا ټولې خبرې ډېر ژر او په چټکۍ او کله کله هم په ټوکو او ریشخند باندې رد کولې او موږ به په ډېر خوند د دغو جنجالونه ننداره کوله.
ما ته هدایت یو بدبین سړی راښکاره شو، چې له ژوند سره یې چندان زړه نه و تړلی. گهیځ وختي، تر ناشتې وړاندې باندې یې ترخه شراب څښل او صبوحي[2] به یې کوله. که تر هغه وروسته به هم چا ست ورته کاوه، «نه» یې نه کول. که به کوم چا نصیحت ورته کاوه: ته ځوان یې . . . هسې نه روغتیا ته دې زیان ورسېږي!
په ځواب کې به یې ورته ویل: ښاغلیه، ژوند هېڅ ارزښت نهلري او په دغو قیدونو او پرهېزونو هېڅ نه ارزي. زه د ژوند له څنگهوالي سره د هغه له څومرهوالي ډېره مینه لرم!
هدایت پر ماده او پر مادې ورهاخوا شیانو باندې ریشخند واهه. هغه ډېر آزاد فکر کاوه او بېباکه و. کله کله به یې له خولې څخه داسې خبرې وتلې، که یوه آخوند اورېدلې وی، خامخا به یې فتوا ورکوله، چې سړی ملحد شوی دی او عقیده یې فاسده ده.
هدایت اوس د خپلو آزادو او انتقادي لیکنو او سترو ادبي پنځونو له امله ډېر زیات مشهور شوی دی. ځینې کیسې یې اروپایي ژبو ته هم ژباړل شوې دي. زه چې د کیسهلیکلو له هنر سره ډېره بلدتیا نهلرم، نو وبه نهشم کولی، چې د هغه د هنر ارزونه هغسې وکړم، لکه څنگه چې ورسره ښایي؛ خو داسې ویلی شم، چې د خیام پر رباعیو باندې(د دغه کتاب یوه نسخه یې ما ته د یادگار په توگه راکړې ده) د هغه انتقادي سریزه د نقد، څېړنې او آزادفکرۍ له اړخه ډېر زیات ارزښت لري او هم پهخپله د دغه تکړه لیکوال د افکارو د پېژندنې لپاره یو ډېر ښه سند دی.
د پارسي ادبیاتو د تاریخ او په پارسي – دري باندې د پهلوي ژبې د اوښتو په اړه راته د هدایت باور ډېر عالمانه وبرېښېد؛ ځکه چې هغه پهلوي ژبه زده کړې وه او په دې هم پوهېده، چې د تازیانو سیاسي ولکې څنگه د ایران پر ژبې او ادبیاتو باندې اغېز وکړ او ایرانۍ او تر ایران ورهاخوا ژبې او لهجې یې له کوم برخلیک سره مخ کړې.
گومان کوم هدایت له کوم ځانگړي دین او مذهب سره نه و تړلی. کله کله به یې په ټوکو او ریشخند باندې د دین او مذهب په اړه ډېرې بدې خبرې کولې او پر هر څه به یې ریشخند واهه.
زموږ د مېلمستون حمام سره گډ و او موږ افغانو او ایراني مېلمنو به حمام ته د نوبت نیولو لپاره کتار جوړاوه. ما له وړکتوبه دغه عادت لاره، چې گهیځ وختي له لمر ختو وړاندې به له خوبه راپورته کېدلم. یوه ورځ په حمام کې په ځان مینځلو بوخت وم او هدایت د باندې منتظر ولاړ و. ما د سر او ځان د مینځلو پر مهال د عقیدې د اظهار او د ماشومتوب له ورځو د راپاتې عادت له مخې په زوره زوره د شهادت کلمه ویله.
کله چې له حمام نه راووتم، هدایت په خندا او شوخۍ وویل: ماشاءالله . . . ماشاءالله! سخت په تکبیر او تهلیل دې ځان ومینځه. له تا مې داسې تمه نهکېده؛ د یوه رښتوني ملا په څېر دې آزانگ ووایه.
ومې ویل: کله کله د عادت له مخې . . .
خبره یې راپرې کړه او نورې کیسې یې شروع کړې.
***
یوه ورځ ډاکټر کشاورز له ډاکټر سیاسي سره د پوهنتون د استادۍ پر سر په شخړه شو. ډاکټر سیاسي ډاکټر کشاورز ته وویل: تاسې خو د پوهنتون استاد نه یئ، ولې په هر ځای کې ځان د پوهنتون استاد معرفي کوئ؟
هدایت په داسې حال کې، چې پر شونډو یې خندا خوره وه، په آرامه او نرمه لهجه وویل: نو څه خبره ده؟ تاسې خو هم استاد یاستئ، سیاسي!
او موخه یې دا وه، چې ډاکټر سیاسي د سیاست په زور باندې دغه ځای ته رسېدلی دی. هدایت ډنگر و او غلی و؛ خو له مخالف لوري سره به د مقابلې پر مهال هېڅکله هم له ځانه نه پردی کېده او په جدي توگه، یا هم د ټوکو په بڼه به یې ځواب ورکاوه؛ خو له دغه هر څه سره سره مې هېڅکله هم په غوسه نه و لیدلی.
***
یوه شپه، چې آسمان پاک و او سپوږمۍ ځلېده، موږ یې د تاشکند د رصدگاه[3] لیدلو ته بوتلو. هلته یې په ځمکه کې یو ځای جوړ کړی و، چې د کوهي په څېر ژور و، زینه یې لرله او دننه یې پهکې برېښنایي څراغونه بلول. د هغه څه د لیدلو لپاره، چې په ځمکتله کې وو، سړی باید پر هماغو اوسپنیزو زینو کښته شوی وی.
زموږ لارښود وویل: د دغه کوهي په منځ کې، چې سل متره ژوروالی لري، یو ډېر دقیق ساعت لگېدلی دی، چې د ثانیو اعشاریې ښکاروي او د وخت ډېرې وړې شېبې ښيي. د دغه ساعت د لیدلو لپاره اړینه ده، چې یو تن په گوښي ځان لاندې ورکښته شي؛ ځکه چې د څو تنو تنفس د هغه ځای پر هوا باندې بد او زیانرسوونکی اغېز کوي. هغه ځای، چې ساعت پهکې لگېدلی دی، باید ثابته تودوخه ولري. اوس نو چې د هر چا زړه وي، کولی شي، چې پر زینو کښته شي او ساعت وویني.
ډاکټر کشاورز ډېر په آسانۍ وویل: په تهران کې ما ته ډېره اړتیا ده. هم په حزب کې او هم د ماشومانو په روغتون کې ما ته اړتیا لري؛ ځکه گومان مې نهشي، چې له دغې کندې دې ژوندی راووځم؛ له دغې غوړې شوروا تېر یم.
ډاکټر سیاسی وویل: فکر کوم دغه کار به پر ما له رواني اړخه ډېر بد اغېز وکړي، ترې تېرېږم.
گویا اعتمادي وویل: لاندې کښته کېدل او بیا راپورته کېدل . . . ډېر سخت دي. ولې یو عقلمن سړی داسې کار وکړي، چې وروسته پرې پښېمانه شي؟ نه ځم!
هدایت په یوې نرمې خندا وویل: زما لپاره خو ټول عمر هم دوه توته ارزښت نهلري، د ثانیو او د هغوی د اعشاریو شمېرل او لیدل به نو څه معنی ولرلی شي؟
***
یوه ورځ یې چې موږ د «ایشان باباخان/د تاشکند ستر مفتي» ته وروستو، پر هدایت هېڅ ښه ونه لگېد. ستر مفتي په خپله مدرسه کې موږ ته په مېلمستیا ځان ډېر په عذاب کړی و. زموږ لارښود، چې په پارسي، اوزبېکي او روسي ژبو غږېدلی شو، زموږ د ژباړن دنده یې تر سره کوله. پهخپله ستر مفتي هم په پارسي ژبه باندې ډېر ښه پوهېده. خو د دې لپاره، چې ژباړن یې په خبره ښه پوهـ شي، کله کله به یې په روسي او اوزبېکي هم خبرې کولې. له دې هر څه سره سره موږ په دې وپوهېدو، چې هغه ځکه له پارسي ویلو ډډه کوي، چې د دولت د استخباراتي ادارې د غړو، چې په هغه ځای کې شته وو او په پارسي نه پوهېدل، شک راونه پارېږي.
«ایشان بابا خان» ډېر جالب او ستر سړی و. د دیني مسایلو په اړه یې پراخه پوهه لرله. د کاري خونې پر دېوالونو باندې یې د سټالین یو څو فرمانونه ښکارېدل.
ژباړن وویل: ستر مفتي د فتوا په ورکولو سره د هېواد د دفاع لپاره زرگونه تنه د جگړې ډگر ته لېږلي دي. په دې برخه کې د هغه مادي او معنوي مرستې د دې لامل شوې دي، چې د شوروي رهبر یې په رسمي ستاینلیکونو کې ونازوي.
ستر مفتي، چې هوښیار او پوهـ انسان برېښېده، که هر څومره یې هم د ځوانانو له ذوق سره سمې خبرې کولې، خو هدایت یې له خبرو تنگ شوی و او تروشه ټنډه یې نیولې وه.
***
ما په صادق هدایت کې هېڅ ډول ځانستاینه ونه لیدله. عاجز، خو بدبین و. له دې هر څه سره سره یې له هر آشنا او ناآشنا سره په ورین تندي خبرې کولې. له درباري شاعرانو او مدحهبلونکو یې سخت بد راتلل او خیام یې د هغه د لهجې د صراحت او له شکه ډکو ترخو طنزونو له امله ډېر خوښېده.
***
دغه ۳۶ کاله پخوانۍ خاطرې مې د ستر لیکوال رهنورد زریاب په غوښتنه ولیکلې او څه مې چې په ذهن کې پاتې وو، ومې کښل. بله دا چې په ما کې اوس د داسې زړو کیسو لیکلو لېوالتیا نهده پاتې.
عبدالحی حبیبي
کابل، جمال مېنه، ۱۳۶۱ ل. د لیندۍ یا قوس لومړۍ نېټه
[1]. امالکواعب: د غټو تیونو مېرمنه.
[2]. صبوحي: گهیځ له چای څښلو وړاندې د شرابو څښل.
[3]. رصدگاه: هغه ځای، چې ستورپوهان پهکې د ستوریو او آسمان د لیدلو راغونډېږي.
داستان های مشابه